دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 159258
غني: د سولې په خبرو کې به ښځې
جمهور رئیس محمد اشرف غني د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو سره د سولې د خبرو په پروسه کې به ښځې ونډه ولري او افغان میرمنې پخپله خپل استازیتوب کولای شي.

د سي ان ان د تلویزیوني شبکې د خبریالې کریستیان امانپور سره په خبرو کې ښاغلي غني وویل چې افغان میرمنې "په پرله پسې توگه فعالیت ته دوام ورکوي او هغوی به د سولې د پروسې په هره برخه کې ښکیلې وي".
د چهارشنبې په ورځ ښاغلي غني د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې طالبانو ته د شرط او قید پرته خبرو وړاندیز وکړ او وویل چې دغه ډله به د یو سیاسي گوند په توگه وپیژندل شي او کیدای شي چې په کابل کې دفتر ولري.
خو طالبانو د ښاغلي غني د څرگندونو په وړاندې ډیر سوړ برخورد کړی او د هغه وړاندیز یې غیر منطقي گڼلی دی. همداشان افغان حکومت یې د امریکایانو تر نفوذ لاندې اداره بللې ده.
ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو له لورې د افغانستان د زیاتو سیمو نیول رد کړل او وویل چې طالبان تر اوسه ندي توانیدلي چې ددې هیواد په کوم ښار باندې ولکه ټینگه کړي.
ښاغلی غني وایي "د د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره مونږ په ثابته توگه پرمخ ځو او څلور کلن پلان لرو. دغه وړاندیز مونږ د ناچارۍ له وجې ندی کړی بلکه د جرات له مخې مو کړی دی."
هغه وایي چې جگړه او تاتریخوالی زمونږ پر خلکو تپل شوی او طالبان چېجگړه د یوې وسیلې په توگه کاروي دا د هغوی قوت نه بلکه کمزوري ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcft1dycw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته